ایکنانیوز د الحقیقه خبري آژانس له قوله راپور راکړ، دا پېښه د اردن د مادبا ولایت په «العزیزات» سیمې کې رامنځته شوې. دا اقدام د لوړو انساني ارزښتونو او د دینونو ترمینځ د سولهييز ژوند ښکاره بېلګه بلل شوې.
د مرحومې زوی خالد هلال الزعبی وویل:مونږ د خپل مسیحي ګاوندي له دې اقدامه حیران شو، دا مهربانه کار زمون ږ د کورنۍ درد لږ کړ او پر مونږ او د جنازې ټولو ګډونوالو ئې ژور اغېز وکړ.
نوموړي زیاته کړه: دا ډول محبت زمونږ لپاره نوى نه دی، مونږ دلته په مادبا کې لکه يوې کورنۍ يو، هم غم او هم خوښي سره شریکوو. دا کار د محبت او ګډ ژوند ښکاره نمونه ده.
همداراز، نوموړي څرګنده کړه چې «بطارسه» د قرآن پر هر نسخه د دوي د مور نوم ليکلی او له دوی سره یې د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی، چې له درناوي او خوښۍ سره مخ شوی.
په پای کې الزعبی وویل:په اردن کې زمونږ ترمینځ هېڅ ديني توپير نشته، مونږ د مينې، احترام او ورورولۍ پر بنسټ يو موټی ملت يو. دا ډول پیښې زمونږ د ګډ ژوند ښکلی انځور وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4297880